نړۍ
په بورکینا فاسو هېواد کې چاودنې له ۱۶۰ ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د راپورونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ د بورکینا فاسو په جنوب لویدیځ کې د سرو زرو یوه کان ته نږدې یوې زورورې چاودنې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژلي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
د بورکینا فاسو راډیو ټلویزیون د سیمه ییزو چارواکو له څرګندونو په ډاګه کړې، چاودنه د ګومبلورا د کلي په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
که څه هم تر اوسه د دې پېښې لامل روښانه شوی ندی؛ خو د یو لړ څرګندونو له مخې چاودنه په سیمه کې د کیمیاوي توکو له زېرمې رامنځته شوې، چې د سرو زرو په چاڼ کې ترې کار اخیستل کېږي.
د سیمې یو ځنګل ساتونکي سانسان کامبو، چې د چاودنې په وخت کې د پېښې ځای ته نږدې و؛ د ټیلیفون له لارې اسوشیټیډ پریس ته څرګنده کړي: ما په هرځای کې مړي ولیدل، وېروونکې ده.
د کامبو د څرګندونو له مخې؛ لومړۍ چاودنه د ځايي وخت د ماسپښین پر دوه بجو رامنځته شوه او ورپسې څو نورې چاودنې وشوې.
په دې هېواد کې یو اعشاریه پېنځه میلیون کسان د سرو زرو په تولیدولو کې ګومارل شوي، چې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې یې ارزښت دوه میلیارډ ډالرو ته رسېدلی و.
په دې وروستیو کلونو کې، د ګومبلورا په څیر سیمو کې د سرو زرو کوچنۍ کان کیندنې ډېرې شوي او ټول هېواد یې د سرو زرو نږدې ۸۰۰ کانونه لري.
د سویلي آفریقا د امنیتي څېړنو انسټیټیوټ دڅرګندونو له مخې؛ د بورکینا فاسو ډېر سره زر ګاونډ توګو، بینین، نایجر او ګانا هېوادونو ته قاچاق کیږي.
د ځینو راپورونو له مخې؛ له داعش او القاعدې سره تړلې افراطي ډلې د دغه هېواد له کوچنیو کانونو کار اخلي او له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا په بورکینا فاسو کې یې د بریدونو لړۍ روانه ساتلې ده.
د راپورونو له مخې، دا افراطي ډلې له کانکېندونکیو پیسې ټولوي او پر راټولو شویو پیسو جنګیالي استخداموي.
د یادونې ده، چې بورکینا فاسو په آفریقا کې د سرو زرو پېنځم لوی تولیدوونکی هېواد او سره زر یې مهم صادرات دي.
