د هوا حالاتو بدلونونه

په بولیویا کې د سختو بارانونو له کبله بېړنی حالت اعلان شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۱, ۱۴۰۲)

د بولیویا په پلازمېنه لا پاز کې سخت باران چارواکي د بېړني حالت اعلانولو ته اړ کړل.

د یوه حکومتي سند له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ له هغې وروسته، چې سېلابونو ډېر ډېري کورونه ویجاړ کړل؛ بېړنی حالت کړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د بولیویا ولسمشر لوئس آرس ژمنه کړې، چې درانده ماشینونه او درې زره سرتېري به د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره اړوند سیمې ته واستوي.

د سختو بارانونو له کبله د ښار په ګڼو سیمو کې سیلابونه راوتلي دي، چې له کبله یې د څښاک پاکې اوبه، برښنا او سړکونه بند شوي دي.

نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ مونږ د هغه سخت وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرو، چې په لا پاز کې زمونږ ښاروالۍ ورسره مخ ده.

د اوونۍ په پای کې د لا پاز یو کس د سختو بارانونو له کبله مړ شو. په داسې حال کې، چې د رسمي معلوماتو له مخې د جنوري له میاشتې د باران موسم له پیل راپدیخوا په ټول هېواد کې د سیلابونو له کبله نږدې ۵۰ کسان مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version