تازه خبرونه
په بيات رسنيز مركز كې د مارچ اتمه ونمانځل شوه
د بيات د رسنيز مركز له خواهم د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ ښځينه كارمندانو ته د ډاليو په وركولو ونمانځل شوه.
د آريانا تلويزيون سرپرست عزيزالله ارال وايي:
يوه نيمه پېړۍ وړاندې ښځو په لومړي ځل د خپلو حقونو د ترلاسه كولو لپاره غږ پورته كړ، خو تر اوسه هم د افغانستان په شان په ځينو سيمو كې له تاوتريخوالي سره مخ دي.
د افغان بسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين وايي:
په دغه مركز كې له دوه سوه ډېرې ښځې كاركوي.
د نوموړي په وينا، په افغان بسيم او آريانا تلويزيون كې له تېرو دولس كلونو راهيسې ښځو ښه ونډه لرلې ده.
ښاغلى رامين په ډاگه كړه، چې د بيات په رسنيز مركز كې د ښځو لپاره د زده كړې زمينه هم برابره شوې، چې وكولاى شي بهرنۍ ژبې، كمپيوټر، دفتر داري، حسابداري، ماشين او مخابرات، برښنا او لوژيستيك هم زده كړي.
د آريانا تلويزيون كارمنده ويدا ساغري وايي:
په افغانستان كې ښځو له ۱۹۱۹م كال وروسته د خپلو حقونو د ترلاسه كولو په موخه گام پورته كړ.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو كلونو كې هم د آريانا تلويزيون نړيوالې شبكې او افغان بسيم مخابراتي شركت د مارچ اتمه په ورته مراسمو نمانځلې ده.