1393ټاكنې
په بيات رسنيز مركز كې زړه راكښوونكې مناظره تر سره شوه
د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ زړه راكښوونكې مناظره تر سره او په ژوندۍ بڼه له آريانا نيوز، آريانا تلويزيون نړيوالې شبكې او د آريانا اف ايم او آريانا نيوز راديوگاڼو له خوا په ژوندۍ بڼه خپره شوه.
په دې تلويزيوني مناظره كې د ولسمشرۍ څلور نوماندانو؛ اشرف غني احمدزي، زلمي رسول، قيوم كرزى او داكتر عبدالله عبدالله گډون درلود.
د چهار شنبې په ماښام( د سلواغې ۲۳) داكتر عبدالله عبدالله، اشرف غني احمدزي، زلمي رسول او قيوم كرزى په دې مناظره كې د خپلو راتلونكيو پروگرامونو په اړه خبرې وكړې او د يو او بل پروگرامونه يې نقد كړل.
د مدني ټولنې فعال عبدالباقي سمندر دا حركتونه د دموكراسۍ د پياوړتيا لپاره مهم گام بولي او وايي:
خلكو ته دا مهمه ده، چې راتلونكي ولسمشر څه پروگرامونه لري.
يو شمېر كابل ښاريان وايي، يو شمېر خلكو د دې خپرونې له لارې د نوماندانو پروگرامونه واوريدل او هڅ به كړي، چې د خپلې خوښې په اړه سمه پرېكړه وكړي.
د رسنيو له لارې مناظرې يوه معمولي تگلاره ده، چې د سياسي او ديموكراتيك نظام لپاره تر سره كيږي. دا ډول مناظرې نوماندانو ته وخت وركوي، چې خپلې طرحې او پروگرامونه د افغانستان خلكو ته ورسوي.