تازه خبرونه

په بګرام کې د امریکا پوځي اډه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۲, ۱۴۰۰)

امریکایي او ناټو ځواکونو له ۲۰ کلونو وروسته د پروان ولایت د بګرام پوځي اډه پرېښوه او افغان ځواکونو یې د امنیت ساتنې مسوولیت پر غاړه واخیست.

اسوشیټیډ پرس تازه د دوه امریکایي پوځي چارواکو له قوله ویلي، چې دا اډه افغان ځواکونو ته سپارل شوې؛ امریکایي او ناټو ځواکونه ترې وتلي دي.

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان سکاټ میلر وایي: د جغرافیې له لاسه ورکول هغه هم پر چټکتیا د اندېښنې وړ دي؛ په تېرو څو اوونیو کې د افغان حکومت دښمنانو لسګونه ولسوالۍ، چې د بهرنیو ځواکونو تر څارنې لاندې درلودې، ونیولې. مونږ دغلته هغه شرایط جوړوو، چې افغانستان ته ښه وبرېښي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په ځانګړې توګه د شمال ولایتونو حالت د اندېښنې وړ بولي او وایي: دا مونږ اندېښمنوي، چې د افغانستان د شمال په هغو سیمو کې جګړې پراخه شوي، چې زمونږ له متحدو هېوادونو سره په پوله کې دي.

ملي دفاع وزارت وایي، چې وروسته له دې به د بګرام مسوولیت د افغان پوځ پر غاړه وي.

د بګرام پوځي اډه په داسې شرایطو کې افغان ځواکونو ته سپارل کیږي، چې جګړه ډېره شوې ده.

جګړې ځپلیو کسانو ویلي، چې له دې اډې د بهرنیو ځواکونو وتل بېړنۍ پرېکړه ده او راتلوونکې هم ناڅرګنده برېښي.

د کابل اوسیدونکي وایي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو سره باید افغانستان سولې ته ورسيږي.

طالبانو ویلي، چې له بګرام اډې څخه د بهرنیو ځواکونو وتل مثبت ګام دی او افغانستان یې سولې او امنیت ته نږدې کړی دی.

د یادونې ده، چې بګرام په تېرو شل کلونو کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو ستره اډه وه، چې په کې له یو لک ډېر بهرني ځواکونه ځای پر ځای شوي وه. د دې اډې له پرېښودو سره هغه نېټه هم را نږدې کېدونکې ده، چې ټول بهرني سرتېري له افغانستان ووځي.

Trending

Exit mobile version