سیمه ییز خبرونه

په بگرام زندان كې ټولې دوسيې غيرقانوني او ډېري كسان بيگناه د بند شپې تېروي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بگرام په زندان كي د افغان زندانيانو د دوسيو د څېړنې كميټه وايي، چې د افغانستان د نافذه قوانيو پر بنسټ  د بگرام په زندان كې ټولې دوسيې غير قانوني دي او ډېري كسان بيگناه د بند شپې تيروي.

د بگرام زندان، چې په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو  په ولكه كې و ، په كې  گڼ شمېر كسان د وسلوالو مخالفينو او ترهگرو په نوم بنديان شوي ول. افغان دولت له سپارل كيدو وروسته په ياد زندان كې د بنديانو د دوسيو د څيړلو په موخه يوه كميټه وټاكله.

د بگرام  زندانيانو د دوسيو د څېړنې كميټې غړى عبدالشكور دادرس وايي، چې:

په بگرام زندان كې د ډېرو بنديانو دوسيې قانوني نيمگرتياوې لري او د افغانستان د نافذه قوانينو له مخې هيڅ قاضي د دغو كسانو په اړه پرېكړه نه شي كولى.

ښاغلي داد رس زياتوي،  تر اوسه د ۵۱۹  بنديانو دوسيې څېړل شوي او  پرېكړه شوې، چې څلور سوه دريدېرش تنه بايد خوشي شي او يوازې د شپږ اتيا كسانو دوسيې لويې څارنوالۍ ته ليږل كيږي.

د هغه په وينا، تراوسه ۱۰۸ كسان له څېړنې وروسته له بند څخه خوشي شوي او دغه لړي روانه ده .

د بگرام  زندانيانو د دوسيو د څېړلو كميټه وايي، اوسمهال  د بگران په زندان كې د  ۸۹ نورو بنديانو  دوسيي تر څېړلو لاندې دي او دغه لړي دوام لري. دوى ډاډ څرگند كړ، چې ډېري كسان به  په قانوني ډول له بنده خوشي شي.

Trending

Exit mobile version