د هوا حالاتو بدلونونه
په بیجینګ کې د نړیوالو کنوانسیونونو د چمتووالي په غونډه کې افغان پلاوي ګډون وکړ
دا غونډه د درې اړخیزو کنوانسیونونو له رسمي کنفرانس څخه مخکې د نظرونو د تبادلې او همغږۍ لپاره جوړه شوه، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۵ کال د اپریل له اتهویشتمې څخه د می تر دولسمې پورې د سویس په ژنیو کې ترسره شي.
د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې یوه پلاوي، چې مشري یې د دې ادارې مالي او اداري مرستیال سعدالدین سعید لرله؛ د چین په بیجینګ کې د آسیا-پسیفیک سیمهییزې او د باسل، روټرډام او سټاکهولم نړیوالو کیمیاوي کنوانسیونونو د کنفرانسونو د چمتووالي په غونډه کې ګډون وکړ.
دا غونډه د درې اړخیزو کنوانسیونونو له رسمي کنفرانس څخه مخکې د نظرونو د تبادلې او همغږۍ لپاره جوړه شوه، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۵ کال د اپریل له اتهویشتمې څخه د می تر دولسمې پورې د سویس په ژنیو کې ترسره شي.
د غونډې په بهیر کې د سټاکهولم کنوانسیون د ملي تطبیقي پلان وړاندې کول، د کنوانسیون صمیمو ته د ۱۰ نویو مادو د اضافه کولو پر وړاندیز غور کول او د کیمیاوي موادو د نړیوال مدیریت په اړه د ملګرو ملتونو د راپور پر تحلیل بحث وشو.
د افغانستان اسلامي امارت پلاوي په خپلو خبرو کې د نړیوالې همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او د کنوانسیونونو غړو او د ملګرو ملتونو له چاپېریال پروګرام څخه یې د تخنیکي او مالي ملاتړ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې د کنوانسیونونو د مقرراتو د پلي کولو بهیر ډېر اغېزمن شي.
همدارنګه پلاوي د باسل، روټرډام او سټاکهولم کنوانسیونونو پر راتلونکو پروګرامونو او په غونډو کې د افغانستان د فعال ګډون پر اړتیا ټینګار وکړ او د نړیوالو چاپېریالي ژمنو پر مسوولیت د پلي کولو لپاره یې خپله ژمنه اعلان کړه.
