نړۍ

په بیجینګ کې له سیلابونو ۱۱ کسان مړه او ۲۷ نور ورک دي

Published

on

د چین دولتي رسنیو ویلي، چې د بیجینګ په شاوخوا غرونو کې د سیلابونو له کبله ۱۱ کسان مړه شوي او ۲۷ نور ورک دي.

د چين د شينهوا آژانس د خبر له مخې؛ د سیلاب له قربانيانو څخه څلور د مينتوجوو،  دوه د فانګشان، څلور د چانګپينګ او يو کس هم د هايديان د اړوند سیمو اوسیدونکي دي.

په دې سیمه کې له سختو بارانونو وروسته، چینایي چارواکو د ریلګاډي تمځایونه وتړل او خلک یې له لوړ خطر لرونکيو سیمو څخه د ښوونځیو جمنازیمونو ته ولیږدول.

د سیلاب له کبله ګڼ کورونه تر اوبو لاندې او لارې بندې شوې دي.

دا څلورمه ورځ ده، چې په چین کې سختو بارانونو خلکو ته ستونزې رامنځته کړي دي.

د دوشنبې له شپې راپدیخوا د چین حکومت له ۱۰۰ ډېرې غرنۍ لارې بندې کړي او له ۵۲ زره ډېر کسان یې له خپلو کورونو ایستلي دي.

Trending

Exit mobile version