سیمه ییز خبرونه
په بېلابېلو نومونو دې له سوداگرو پيسې اخيستل ودرول شي
د افغانستان د سوداگرۍ خونه وايي، چې:
د كابل په شمول په شپږ ولايتونو كې په بېلابېلو نومونو له سوداگرو څخه د پيسو اخيستل درول شوي، چې له شك پرته به دا كارد توكو د بيو پرټيټوالي اغېز وكړي.
د دغه خونې چارواكي وايي:
له څو كلونو راپديخوا مو له دولت څخه د دې كارغوښتنه كوله، خو ايله اوس ولسمشر يوه كميسيون ته دنده سپارلې، چې د دې كارمخه ونيسي.
د سوداگرۍ خونه وايي:
په شپږ مركزي او شمالي ولايتونوكې دا چاره عملي شوې او په ختيځو ولايتونو كې پرې كارروان دى.
افغان ولسمشرحامد كرزي يوه كميسيون ته دنده سپارلې، چې د لويو لارو په اوږدو كې ټولې هغه پيسې بندې كړي، چې له سوداگرو څخه په بېلابېلو نومونو اخيستل كيږي.
د افغانستان د سوداگرۍ خونې د عامل پلاوي رييس قربان حقجو څرگنده كړې، چې:
له تېرو څو كلونو را پديخوا په ولايتونو كې د حق العبور، ښاروالۍ او نورو نومونو له سوداگرو پيسې اخيستل كيږي، چې د توكو بيې ور سره لوړيږي.
نوموړى زياتوي:
په دې وروستيو كې په دې اړه د ولسمشرۍ گومارل شوي كميسيون په شپږ ولايتونو كې د دې كارمخه نيولې او په ختيځو ولايتونو كې يې هم كار دوام لري، چې له شك پرته دا كار به د بيو پرټيټوالي اغېز وكړي.
د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الكوزى په گمركونو كې د ځينو ادارو د استازو گومارل هم يوه ستونزه گڼي او وايي، چې دا كار د اداري فساد لپاره زمينه برابروي.
د سوداگرۍ خونې چارواكو په ډاگه كړې، چې حكومت بايد په گڼو ځايونو كې په بېلابېلو نومونو د پيسواخيستل بند كړي؛ ځكه، چې ډېرې دا پيسې د دولت په ځاى شخصي جيبونو ته ځي.