تازه خبرونه
په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰زره یتیمو ماشومانو روزنه او پالنه کیږي
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي زیاته کړې؛ د یتیمانو او بېسرپرستو ماشومانو روزنه او پالنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده او له واکمنېدو راوروسته یې په ټولو ولایتونو کې د بېسرپرستو او یتیمو ماشومانو د پالنې مرکزونه جوړ کړي دي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ويلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰ زره یتیمانو او بېسرپرسته ماشومانو روزنه او پالنه روانه ده او دغه راز یې په ۱۴ ولایتونو کې د بېسرپرستو او یتیمو نجونو د روزنې له فعالیتونو هم خبر ورکړی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي زیاته کړې؛ د یتیمانو او بېسرپرستو ماشومانو روزنه او پالنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده او له واکمنېدو راوروسته یې په ټولو ولایتونو کې د بېسرپرستو او یتیمو ماشومانو د پالنې مرکزونه جوړ کړي دي.
ابراهیمي وایي: «د نجونو لپاره ټولې اداري، تدریسي او مراقبتي پرسونل ښځې دي او هڅه کېږي، چې د هغوی لپاره یو خوندي کاري چاپېریال هم برابر شي.»
نوموړي ویلي: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته په ټولو ولایتونو کې روزنتونونه فعال شوي، چې په کې له لس زره ډېر بېسرپرسته او یتیم ماشومان تر روزنې او پالنې لاندې دي. د ښوونې او روزنې ترڅنګ ورته د خوراک، څښاک، روغتیا آسانتیاوې هم برابرې شوې دي.»
تازه خبرونه
له افغانستان سره مو سوداګري روانه ده – هند
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د حکومت د اطلاعاتو او نشراتو ادارې (PIB) ویلي، چې د پاکستانيو تبلیغاتي پاڼو په ټولنیزو رسنیو کې یو جعلي لیک له ناسمو معلوماتو سره خپور کړی دی.
د هند حکومت د سې شنبې پر ورځ(د مرغومي درویشتمه ) د ځینو پاکستانيو ټولنیزو رسنیو دا ادعاوې رد کړِې، چې ګویا د هند او افغانستان ترمنځ سوداګري په ایران کې د ناکراریو له کبله ځنډول شوې او دا راپورونه یې دروغ او ګمراه کوونکي وبلل.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د حکومت د اطلاعاتو او نشراتو ادارې (PIB) ویلي، چې د پاکستانيو تبلیغاتي پاڼو په ټولنیزو رسنیو کې یو جعلي لیک له ناسمو معلوماتو سره خپور کړی دی.
د دې ادرې په یوه پیغام کې لیکل شوي: “د پاکستانيو تبلیغاتي پاڼو لهخوا یو جعلي لیک خپریږي او پر دروغو ادعا کوي، چې هند په ایران کې د ناکراریو د شدت له کبله له افغانستان سره خپله سوداګري لننډمهاله ځنډولې ده.”
د هند حکومت ټینګار کړی؛ په دې اړه هیڅ پرېکړه نده شوې او له افغانستان سره سوداګریز عملیات په عادي ډول روان دي.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو تماس ډله کابل ته راځي
د قزاقستان دلووي ورځپاڼې د سېشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې دا مشورتي ناسته پر همغږۍ او په تخنیکي کچه د اجنډا پر وروستي کولو راڅرخېدلې ده.
د اسلامي همکاریو ټولنې غړیو هېوادونو ډیپلوماټانو د دې ټولنې د وزیرانو تماس ډلې کابل ته له سفر مخکې لومړنۍ مشورې ترسره کړې دي.
د قزاقستان دلووي ورځپاڼې د سېشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې دا مشورتي ناسته پر همغږۍ او په تخنیکي کچه د اجنډا پر وروستي کولو راڅرخېدلې ده.
د ناستې په بهیر کې ګډونوالو د غړیو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د سیاست پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د سفر اغېزمنتوب او عملي پایلې پرې ډاډمنې شي.
دوی دا ټینګار هم کړی، چې اجنډا باید مهم سیاسي، بشري او اقتصادي مسایل راونغاړي.
د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو تماس ډله په استانبول کې د ۲۰۲۵ز. کال د جون پرمهال د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په یوپنځوسمه غونډه کې د تصویب شوي پرېکړهلیک پر بنسټ جوړه شوه.
د دې ډلې هدف د غړو هېوادونو د هڅو همغږي کول، همکارۍ ته وده ورکول، د افغانستان په اړوند مسلو کې دوامداره ښکېلتیا او د سیاسي خبرو اترو، بشري مرستو او اقتصادي ملاتړ ډاډمنول دي.
تازه خبرونه
په امریکا کې پر جرمونو ککړ یو افغان ونیول شو
۳۹ کلن وحیدالله محمد پر ۲۰۰۹ کال په نیویارک کې د لومړۍ درجې قتل او لومړۍ درجې وهلو ډبولو د هڅې پر تور په ۱۰ کاله بند او پېنځه کاله د یادې ادارې پر څارنې محکوم شو. هغه پخپلې ۱۹ کلنې خور د چاکو برید کړی دی.
د امریکا مهاجرت او ګمرکونو ادارې ویلي؛ دوی یو داسې افغان نیولی، چې د قتل د هڅې مخینه لري.
۳۹ کلن وحیدالله محمد پر ۲۰۰۹ کال په نیویارک کې د لومړۍ درجې قتل او لومړۍ درجې وهلو ډبولو د هڅې پر تور په ۱۰ کاله بند او پېنځه کاله د یادې ادارې پر څارنې محکوم شو. هغه پخپلې ۱۹ کلنې خور د چاکو برید کړی دی.
د امریکا مهاجرت او ګمرکونو ادارې زیاته کړې؛ وحیدالله په ۲۰۰۴ کال کې پر قانوني بڼه امریکا ته راغلی؛ خو محکومیت يې له قانوني حیثیت بې برخې کړ او یوه قاضي په ۲۰۱۲ کال کې د هغه د جبري ایستلو امر وکړ.
وحیداللهمحمد به تر جبري ایستلو پورې د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو ادارې په بند کې پاتې وي.
-
سوداگري1 day agoپه کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو
-
سوداگري1 day agoد سره زرو بیه د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته
-
لوبی1 day agoد افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې اسټرالیا ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه1 day agoولې نور هېوادونه له افغانستان څخه امنیتي اندېښنه نلري؟ – د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر
-
توسعه4 days agoتوسعه: په افغانستان کې د وارداتو او صادراتو زیاتېدا
-
تازه خبرونه10 hours agoپه امریکا کې پر جرمونو ککړ یو افغان ونیول شو
-
تازه خبرونه2 days agoیوه ډله افغانان له پاکستان څخه آلمان ته ولېږدول شول
-
نړۍ2 days agoاسرائیلو پر ایران د امریکا د شوني برید له کبله د لومړۍ کچې امنیتي چمتووالی نیولی
