تازه خبرونه

په تاجکستان کې د آسیا زړه هېوادونو، د سولې پر چټک بهیر ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۰)

د آسیا زړه هېوادونو استازیو په تاجکستان کې د غونډې پر لومړۍ ورځ د افغانستان د سولې بهیر پر چټکتیا بحث او خبرې کړي دي.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د آسیا زړه هېوادونو یا استانبول بهیر نهمه غونډه پیل شوه او د غونډې پر لومړۍ ورځ د دې هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو مرستیلانو د افغانستان د سوې خبرو پر [ټکتیا ټینګار کړې دی.

دوی د افغان سولې د بریا لپاره د سیمه ییزې اجماع جوړیدل او په وسلوالو طالبانو د اوربند لپاره فشار مهم وباله.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب ویلي: نړیواله اجماع پر افغان سوله سربیره د سیمه ییز پیوستون لپاره ګډ نظر هم رامنځته کوي. مونږ د کابل په غونډه کې پدې خبری وکړې، چې د افغانستان سوله د سیمې د پیوستون او پراختیا لپاره یو ښه فرست دی او باید ګټه تری واخلو.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال  د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې پدې نازکو شرایطو کې افغانستان یوازې پرې نږدي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال  خسرو ناظري ویلي:  موږ د دې غونډې ګډونوال د افغان سولې ملاتړ کوو. د استانبول پروسه دې ته لار اواروي، چې د سیمې هېوادونه په افغان سوله کې رغنده ونډه واخلي.

د آسیا زړه هېوادونو د غونډې پر لومړۍ ورځ د تړلیو دروازو تر شا د ګډې اعلامیې د خپرولو لپاره خبرې وشوې.

د سې شنبې پر ورځ به د آسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم وینا وکړي

خلیلزاد د استانبول د غونډې په درشل کې ترکیې ته روان شو

د افغانستان د سولې د غونډې په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ترکیې او د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد له سفره خبر ورکوي.

دغه وزارت په په ډ اګه کړې، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی خلیلزاد تېره پنجشنبه له امریکا څخه د ترکیې پر لوري سفر کړی دی.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د دې لیدنې موخه په افغانستان کې شخړو ته د دواړو خواوو هڅول دي، چې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره خبرې چتکې کړي.

 په خبرپاڼه کې راغلي: هغه به دواړه اړخونه سیاسي هوکړې ته وهڅوي، چې تلپاتی اوربند او عادلانه سوله رامنځته کړي.

 د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ زلمی خلیلزاد به د سیمې او نړیوالې ټولنې لخوا د سولې خبرو اترو د آسانتیا لپاره په افغانستان کې له ښکېلو اړخونو سره هم وګوري.

ترکیه به په راتلونکې میاشت کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وي.

په دې ناسته کې به پر حکومتي پلاوي او طالبانو سربېره امریکا، روسیه، چین او د نړۍ شاوخوا یو شمېر هېوادونه برخه واخلي.

دغه راز رویټرز تېره اوونۍ راپور ورکړی و، چې ټاکل شوې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به د استانبول په دې غونډه کې له وخت مخکې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو پلان وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version