نړۍ

په تایوان کې د چین او امریکا ښکېل مشران له سړې جګړې وېره لري

Published

on

د چین دولتي رسنیو ویلي، چې په  بالي کې د امریکا او چین د مشرانو له لیدنې وروسته شي جین پینګ تایوان لومړنۍ سره کرښه یاده کړې، چې چین باید له امریکا سره په اړیکو کې ترې تېر نشي.

د امریکا ولسمشر جوبایدن له هغې راپدیخوا، چې ولسمشر شوی د لومړي ځل لپاره د چین ولسمشر شي جین پینګ سره مخامخ کتنه کړې.

دا کتنه په داسې وخت کې شوې، چې د دواړو زبرځواکو هېوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلي دي.

جوبایدن د چین او امریکا ترمنځ د نښتې مخنیوي مهم وباله او دواړه مشران د جي – ۲۰ هېوادونو غونډې لپاره په اندونیزیا کې دي،  چې د سې شنبې پر ورځ په بالي کې پیل شوې.

بیجینګ، تایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي؛ خو تایوان ځان جلا ګڼي.

بایدن هم د تایوان په اړه خپلې سرې کرښې په ډاګه کړي دي.

د چین له نظره تایوان د چین یو یاغي ایالت دی، چې یوه ورځ به له خپل اصلي هېواد سره یوځای کېږي او که اړتیا وي دا کار به د زور پر مټ هم وشي؛ خو تایوان د یو خپلواکه هېواد ډېرې ځانګړتیاوې لري.

تایوان په رسمي توګه، یوازې د بیجینګ حکومت پر رسمیت پېژني؛ خو ولسمشر بایدن په وار وار ویلي؛ که د بیجینګ عسکر پر تایوان برید وکړي امریکا به د تایوان دفاع وکړي.

په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په ډېرېدو ده او په اګست کې هغه مهال اوج ته ورسېده، چې د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پېلوسي تایوان ته سفر وکړ.

د آسیايي سیاستونو کارپوهان وايي، د امریکا او چین د مشرانو دا مخامخ کتنه تریوه حده ننداریزه وه؛ خو په عین وخت کې، دا خبرې اترې ټولې هم بې معنا ندي.

په تېرو څو کلونوکې دوه اړخیزه خبرې په مجازي ډول ترسره کېدې؛ ځکه، چې هم کرونا نړیواله وبا موجوده وه او هم  د دواړو زبرځواکو هېوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلې وې.

شي او پوتین په وروستیو کلونو کې د لویدیځ په اړه نږدې شوي او د روسیې لخوا د اوکراین له برید څخه څو ورځې مخکې یې خپل ملګرتیا بیا تائید کړه؛ خو چین په پام کې لري، چې هیڅ مستقیم مادي او پوځي ملاتړ یې ونکړي.

Trending

Exit mobile version