سیمه ییز خبرونه

په تخاركې د گاز و او نفتو د ستراتيژيكو ذخيرو نشتون بيې لوړې كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د تخار ولايتي شورا رييس وايي، چې:

په دغه ولايت كې د گازو او نفتو د ساتنې د ستراتيژيكو ذخيرو نه شتون د دې لامل شوى، چې د دغو توكو په بيو كې ټيټوالۍ او چگوالى راشي.

نوموړى له افغان دولت څخه غواړي، چې:

په تخار كې دې ډېر ژر د گاز و او نفتو د ذخيرو په جوړولو لاس پوري شي.

په همدې حال كې د نفتو او گازو سوداگروايي:

كه دولت مو پوره ملاتړ وكړي؛ نو چمتو يو، چې  په تخار كې د نفتو او گازو ستراتيژيكې ذخيرې جوړې كړو.

د دغه ولايت د سوداگرۍ خونه وايي، چې:

په راتلونكې كې به په دغه ولايت كې د  نفتو او گازو د ساتنې د ستراتيژيكو ذخيرو د جوړولو په باب پرېكړه وكړي.

د تخار ولايتي شورا رييس نجيب الله خالقيان وايي، چې:

كه يوه ورځ د منځنۍ آسيا له بندرونو څخه دغه ولايت ته نفت او گاز ونه رسيږي؛ نو د نفتو او گازو بيه په بۍ ساري توگه لوړيږي.

سوداگر وايي، چې:

اوس مهال د تخار د اړتيا وړنفت او گاز د حيراتانو او شېرخان بندر له ذخيرو څخه په مستقيم ډول دغه ولايت ته راوړل كيږي او د ليږد په برخه كې يې هم ستونزې لرو.

په همدې حال كې د تخار امنيتي چارواكي وايي، چې:

دغه ولايت ته د گازو او نفتو د راوړلو په برخه كې هيڅ ډول ستونزه نشته.

بل خوا د تخار د سوداگرۍ خونې عامل پلاوي مديرحاجي محراب الدين وايي:

په پام كې ده، چې د هېواد په څو كليدي ولايتونو  كې د نفتو او گازو د ساتنې د ستراتيژيكو ذخيرو پرجوړولو دېرش ميليون ډالر ولگول شي.

اوس مهال په تخار كې يوليتر پطرول په 64 افغانۍ يو ليټر ديزل په  55 افغانۍ او يو كيلو گرام اوبلن گاز په  55 افغانۍ پلورل كيږي.

Trending

Exit mobile version