بلخ @ps

په تخارکې د کندوز له جګړې د بیځایه شویو خلکو شمېر۵۰ زره ته رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کندوز ولایت کې د کور په کور جګړې له پیلیدو سره د بیځایه شویو خلکو شمېر ډېر شوی او اوس د تخار ولایت په درې ښوونځیو او یو کمپ کې د دغو خلکو شمېر ۵۰ زره رسیدلی دی.

د تخار والي محمد یاسین ضیا وایي، د تالقانو درې ښوونځي د کندوز له جګړې څخه بېځایه شویو خلکو ته ځانګړي او د زدکوونکیو پر مخ تړل شوي دي.

د ښاغلي ضیا په وینا؛ دغو بېځایه شویو خلکو ته د خیمو او جامو له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي، تر دې دمه مو کوم بنسټ لاسنیوی نه دی کړی. که حکومت او اړوند مرستندوی بنسټونه  د بېځایه شویو خلکو مرستې ته راونه دانګي؛ کیدای شي د دغو خلکو سپین ږیرې او ماشومان د سړې هوا پرلامل مرګ وګواښي.  

د تخار ولایت اوسیدونکي هم له اړوند بنسټونو څخه د مرستې غوښتونکي شوي دي.

دوی وایي، د سیمه ییز حکومت په مرسته له بېځایه شویو خلکو سره له تېرې یوې اوونۍ راهیسې مرسته روانه ده؛ خو دغه شمېر خلکو ته لاسرسی زمونږ له وسې پورته او ستونزمن شوی دی.

د کندوز له جګړې بېځایه شوي خلک د سیمه ییز حکومت او اوسیدونکیو مننه کوي؛ خو وایي، د غاړې په جامو کې مو ځانونه تر تخاره رارسولي؛ له څو ورځو راهیسې وږې ګیډه د شنه آسمان لاندې له بېلابېلو ستونزو سره مخ یو.

دوی پر حکومت نیوکه کوي او غواړي، چې  کندوز له جګړې پاک او اوسیدنه په کې شونې کړي.   

که څه هم په کندوز کې له کرکې، جنګ او وحشت څخه اته ورځې تېرې شوي؛ خو بیا هم دغه ښار د خلکو پر مخ تړلی دی او طالبان کور په کور له افغان ځواکونو سره پخپل ټینګار اخته دي.

Trending

Exit mobile version