سیمه ییز خبرونه

په تخار كې درې خبريالان د رپوټونو د جوړولو پر مهال ډبول شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سې شنبې په ورځ( د زمري ۸) د يوه سيمه ييز خصوصي تلويزيون دوه خبريالان، چې د پوليسو د يوې حوزې په وړاندې يې رپوټ جوړولو د پوليسو له خوا حوزې ته وړل شوي او ډبول شوي دي.

همدا راز د يوې سيمه ييزې راديو مسوول مدير ته  هم د تالقانو ښار په خيتځ كې د پوليسو له خوا سپكاوى شوى دى.

د تخار خبريالانو د ټولنې مشر سيد ياسين دهزاد دغه پېښې په كلكه غندي او وايي:

دا لومړى ځل نه دى، چې داسې پېښې را مينځته كيږي.

دا په داسې حال كې ده، چې په دې ورستيو كې د هېواد په شمالي ولايتونو كې د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى او تېره اوونۍ هم يو خبريال د پروان د والي له خوا وهل شوى او ډبول شوى و .

Trending

Exit mobile version