سیمه ییز خبرونه
په تخار كې د وچې ميوې د ساتلو او پروسس آسانتياوې نشته
په تخار كې د وچې ميوې د سوداگرو ټولنه د وچې ميوې د پروسس د ماشينونو او سړخونو له نشتوالي شكايت كوي.
تخار د معتدل اقليم په لرلو د ميوې لپاره ښه سيمه ده. د دغه ولايت ډېري اوسيدونكي په بزگرۍ او بڼوالۍ بوخت دي؛ خوكروندگر تل د تجهيزاتو د نشتوالي او ستونزو له امله شكايت كوي.
د تخار د وچې ميوې د پروسس د سوداگرو ټولنه وايي:
په دې ولايت كې سړخونې او د ميوې د پروسس او تيارولو ماشينونو نشتوالى يوه لويه ستونزه ده او اړوند ارگانونو يې په حل كې همكاري نه ده كړې.
د دې ټولنې رييس حسيب الله نوري وايي:
دا ټولنه درې كاله وړاندې جوړه شوې او په روان كال كې يې له اته سوه ټنو ډېره وچه ميوه بهر ته صادره كړې ده.
له بلې خوا د تخار د كرنې او مالدارې رييس سالم ساعي كه څه هم د سوداگرو ستونزې مني؛ خو وايي، د دغو ستونزو د حل لپاره هيڅ بوديجه نشته
د چارواكو په وينا، اوس په دې مركز كې له ټولو شمال ختيځو ولايتونو څخه ۱۸۱۰ ټنه وچه ميوه زيرمه شوې ده.