بلخ @ps

په تخار كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۰۲ پېښې په ډاګه شوې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په تخار ولایت کې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي پېښې ورځ تر بلې مخ په ډېریدودي.

د تخار د ښځو چارو رياست د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ډېروالي لامل د خلكو د پوهاوي د كچې لوړوالى ګڼي او وايي، اوس ښځې له خپلو حقونو خبرې شوې دي.

د تخار د ښځو چارو رييسه رزم ارا حواش وايي، د روان كال له پيله تراوسه د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي ۲۰۲ پيښې ثبت شوي، چې د تېر كال په پرتله دوه برابره ډېروالى ښيي.

هغه دا پيښې ډېرې ښځو ته د نفقې نه وركول او فزيكي تاوتريخوالى ګڼي او وايي، د حقوقي مشورو په وركولو د تاوتريخوالي ډېرې دا پيښې حل شوې دي.

رزم ارا حواش زیاتوي، د طالبانو ترحاكميت لاندې په اړوند سيمو کې د تاوتريخوالي پېښې نه ثبت شوې او نه یې هم  په اړه عدالت عملي شوى،چې ډېرې يې د ښځو د جنسي ځورونې دي.

 تخار د هېواد په شمال ختيځ كې يو نسبتاً امن ولايت شمېرل كيږي.

Trending

Exit mobile version