1393ټاكنې
په تخار كې د ۱۹ محلونو رايې له سره شمېرل كيږي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د تخار اوسيدونكي د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاكنو د پايلو اعلان ته سترگې په لاره ده.
په دې ولايت كې د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس روح الله موسوي وايي:
د نولس محلونو رايې به له سره وشمېرل شي .
په تخار كې د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون رييس برنا صالحي وايي د هغو نولس مركزونو ليست، چې د درغلۍ له كبله يې بايد رايې قرنطين شي د ټاكنو خپلواك كميسيون ته سپارلى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكنو څارونكي بنسټونه په دې بهير كې د شويو درغليو له كبله اندېښمن دي.