1393ټاكنې
په تخار كې زرگونه كسانو د نوماند داكتر غني احمدزي ملاتړ وكړ
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
په تخار كې زرگونه كسانو د يوې غونډې په ترڅ كې د ولسمشرۍ ټاكنو له نوماند داكتر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وكړ.
د ولسمشسرۍ د راتلونكيو ټاكنو نوماند اشرف غني احمدزي له خپل لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم سره د چهارشنبې په ورځ(د كب۱۴) د تخار ولايت مركز تالقان ښار ته ورسيد.
هغه، چې خپلو زرگونو ملاتړو ته د وينا پر مهال خپله راتلونكې تگلاره روښانه كړه.
نوموړي تخار يو كرنيز ولايت وباله او څرگنده يې كړه، چې د برياليتوب په صورت كې ورته پراختيايي پروگرامونه په پام كې لري.
هغه زياته كړه، كه بريالى شي؛ نو د كوكچې د برښنا بند او ازبكي ژبې په وده كې به پاملرنه وكړي.
دا په شمال ختيځو ولايتونو كې د ولسمشرۍ د راتلونكيو ټاكنو د نوماندانو لومړى سفر دى، له دې وړاندې په دې ولايتونو كې د نوماندانو په ملاتړ لسگونه غونډې جوړې شوې دي.