سیمه ییز خبرونه
په تخار كې سږكال د پيازو حاصلات درې برابره ډېر شوي
د تخار ولايت د تلقانو ښار په لويديځ كې سږكال يو سل و شل جريبه ځمكه د پيازو كر ته ځانگړې شوې وه.
كروندگر وايي، چې تېر كال له دې ځمكې څخه ډېر لږ پياز تر لاسه شوي ول؛ خو سږ كال له هر جريب ځمكې څخه شاوخوا يو زر و څلور سوه منه حاصل تر لاسه شوى دى.
دوى همداراز د تخار د كرنې په اداره نيوكه كوي، چې د پيازو د محصولاتو د خرڅلاو لپاره يې د ماركيټ د نه شتون او د ساتلو لپاره يې د سړوخونو امكانات نه دي برابر كړي.
د تخار د كرنې د ادارې د نباتاتو د ترويج مدير عبدالعلی رادمرد د پيازو د حاصلاتو زياتوالۍ بې سارى بولي او زياتوي، چې:
سږ كال كروندگرو له اويا زره ټنو زيات د پيازو حاصلات تر لاسه كړي دي. په داسې حال كې، چې تېر كال شل زره ټنه تر لاسه شوي ول.
دغه اداره د كروندگرو ستونزې مني؛ خو زياتوي، چې په تېرو كلونو كې يې له كروندگرو سره د كيمياوي سرې او د كرنې د روزنې په برخه كې زياتې مرستي كړي دي.
پر پيازو سربېره كچالو، غنم، وريجي، خربوزې او هندواڼې د تخار كرنيز محصولات بلل كيږي.
په دې ورستيو كلونو كې ډېرې هڅې شوي، چې كرنه د ميكانيزم په جوكاټ كې تر سره شي؛ خو د كروندگرو په وينا دغو هڅو هيڅ پايله نه ده وركړې.