تازه خبرونه
په تخار كې لسگونه كورنيو له چارواكو څخه دعدالت غوښتنه وكړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په تخار كې لسگونه كورنۍ د خپلو زامنو په اړه، چې په ايران كې پر اعدام محكوم شوي د عدالت غوښتنه كوي.
په ايران كې د اعدام شوي مور د خپل زوى وير كوي او وايي، زوى ته يې كوژدنه كړې وه او د واده د لگښت پوره كولو په موخه ايران ته تللى و؛ خو اوس د پيسو په ځاى د خپل زوى د مړي وركولو شېبې شماري.
همدا راز د تخار په بله سيمه كې يو شمېر كورنۍ راټولې شوي او وايي زامن يې په ايران كې د اعدام په تمه دي، چې ولسمشر حامد كرزى بايد د هغوى د ژغورلو په برخه كې اقدام وكړي.
په تخار كې چارواكي وايي، د معلوماتو له مخې د تخار لږ ترلږه درې سوه تنه په ايران كې بنديان دي، چې له دې ډلې سل تنه يې په اعدام محكوم شوي دي.