سیمه ییز خبرونه
په تخار كې پر اووه كلن ماشوم جنسي تېرى شوى
په تخار كې په يوه اووه كلن ماشوم جنسي تېرى شوى دى. د تخار مركزي روغتون دا پېښه تائيد كړې ده.
د پيښې عامل د ماشوم د پلار له خوا، چې محلي پوليس دى نيول شوى، پوليسو ته سپارل شوى او له عدلي او قضايي ارگانونو څخه غوښتنه كوي، چې په سخته سزا يې محكوم كړي.
دې كار د بشري حقونو د مدافع بنسټونو غبرگونونه هم راپارولي دي.
پر دې اووه كلن ماشوم د تخار ولايت د شمال ختيځ د شورچه په كلي كې جنسي تېرى شوى دى.
ويل كيږي، چې يو اتلس كلن هلك دا ماشوم يوې غونډۍ ته بيولى، لاسونه يې ور تړلي او په زور يې پرې جنسي تېرى كړى دى.
د ماشوم پلار، چې زوى يې په خپله كرونده كې كار كاوه، چې تيرى پرې شوى دى.
هغه وايي، په پېښه له خبريدو وروسته يې د پېښې عامل نيولى او پوليسو ته يې سپارلى دى .
ماشوم له پېښې وروسته د تالقانو مركزي روغتون ته ليږدول شوى او اوس بستر دى .
د تخار ولايتي روغتون جراح داكتر عبدالبصير وافي وايي: څېړنو وښودله، چې په دې ماشوم جنسي تېرى تائيدوي.
په شمال ختيځ كې د ماشومانو د حقونو مدافع بنسټ په دې اړه جدي غبرگون ښودلى او د پېښې عامل ته يې د سختې سزا غوښتنه كړې ده.
د رپوټونو له مخې په تېرو څو مياشتو كې دا په تخار كې پر ماشومانو د جنسي تېري درېيمه پېښه ده.