سیمه ییز خبرونه
په تخار ولايت كې د يوې وسله والې غلا پرمهال دوه تنه وژل شوي او دوه نورټپيان دي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د تخار د امنيه كوماندانۍ وياند خليلي اسير وايي:
پېښه هغه وخت را منځته شوې، چې د دغه ولايت په بنگي ولسوالۍ كې دوه وسله وال غله يو كور ته د ننه شول.
نوموړى زياتوي، چې:
په دغه پېښه كې يو تن وسله وال غل او د كور څښتن وژل شوي او بل وسله وال غل او د كور يو غړى ټپيان دي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو كې وسله والو علاوو د سيمې خلك اندېښمن كړي دي.