سیمه ییز خبرونه

په تخار ولايت كې وسلوال او د نشه يي توكو قاچاقگر امنيتي ستونزې جوړوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په تخار ولايت كې امنيتي چارواكي وايي، چې نامسووله وسلوال او د نشه يي توكو قاچاقگر د راروانو ټاكنو او امنيت په وړاندې خنډونه جوړوي.

د تخار ولايت امنيه قوماندان عبدالحنان قطغني د شنبې په ورځ(د وږي ۲) په تالقانو كې يوې خبري ناستې ته په ډاگه كړه، چې يو شمېر نامسووله وسله والې ډلې د ټاكنو په وړاندې د خنډ پيداكولو هڅې كوي.

نوموړى دغه راز په دې ولايت كې د نشه يي توكو د قاچاقبرانو د هڅو له ډېريدو خبر وركوي او وايي، چې د تېرو درې مياشتو په دننه كې د نشه يي توكو د قاچاق لږ تر لږه ۲۰ تنه قاچاقگر له سلگونه كيلو گرام نشه يي توكو سره نيول شوي دي.

كه څه هم له دې مخكې تخار ولايت په شمال شرفي ولايتونو كې له نسبي امنيت برخمن و؛ خو وروستي لاريونونه او اخ و ډب د دې ولايت امنيتي حالت زيانمن كړ او په تېرو دوه مياشتو كې ترې هره ورځ رسنۍ د ناامنۍ خبرونه خپروي.

امنيتي چارواكو ډاډ څرگند كړ، چې د نامسوولو وسله والو ډلو او افرادو په وړاندې به كوټلي گامونه پورته او رڼو ټاكنو ته به د ډاډ وړ زمينه برابره شي.

Trending

Exit mobile version