تازه خبرونه
په تخار ولایت کې د سرو زرو کان ۲۴ کارګرانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د تخار ولایت په چاهآب ولسوالۍ کې نن سهار (چارشنبه د کب څلیریشتمه ) د یوه تونس پیکپ لارۍ د چپه کېدو له کبله د سرو زرو کان ۱۷ کارګران مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د چاهآب ولسوال ملا زمان الدين وايي، مړه شوي او ټپيان ټول د سرو زرو کان کارګران دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دوى سپرلۍ موټر د چاهآب ولسوالۍ له مرکزه کان ته پر لاره و، چې د انجيز په اړوند سيمه کې له سړک واوښت او د مرګ و ژوبلې دا پېښه رامنځته شوه.
ولسوال وایي، دا پېښه نن سهار اته بجې رامنځته شوې او د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
