تازه خبرونه
په تخار ولایت کې د عالمانو او مخورو ۲۰ کسیزې شورا هڅې پیل کړې
د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې؛ نن دوشنبه (د غبرګولي درویشتمه) په تخار ولایت کې د عالمانو شورا، چې پېنځلس عالمان او پېنځه مخور غړي لري؛ خپل کار پیل کړ.
دا شورا د اسلامي امارت د مشرتابه پر سپارښتنه جوړه شوې او مشر به یې د اسلامي امارت له مشر سره مستقیمه اړیکه لري.
د کورنیو چارو وزارت تأمیناتي مرستیال مولوي محمد محسن هاشمي تخار ته په خپل سفر کې د دغه ولایت د دیني عالمانو شورا مشر مولوي محمد مراد او مرستیال یې مولوي مخدوم حیات الله رایق د دغې شورا غړیو ته وروپېژندل.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه شورا د اسلامي امارت د مشر پر سپارښتنه جوړه شوې او شل غړي لري، چې ۱۵ يې ديني عالمان او ۵ نور د سيمې مخور او مشران دي، چې ټول غړي يې د اسلامي امارت د مشرتابه پر سپارښتنه ټاکل شوي او امیرالمومنین ته ځواب ورکوونکي هم پخپله دي.
د کورنیو چارو وزارت تأمیناتي مرستیال مولوي محمد محسن هاشمي وایي؛ د عالمانو شورا د جمهوريت له ولایتي شورا څخه لوړه ده. ولایتي شورا په قضیو کې دومره ښکېل او وړ نه وه. ولایتي شورا نشو کولی، چې د چارواکو څارنه وکړي او یا مشوره ورکړي او یا یې امر و نهې وکړي. د دې شورا بله ځانګړتیا داده، چې د دې شورا مشر د اسلامي امارت له مشرتابه سره په اړیکه کې دی.
نوموړي په ډاګه کړې، چې دوی به د غوره حکومتولۍ د پياوړتيا او له حکومت سره د خلکو د اړيکو د ښه والي او همدارنګه د سيمه ييزو ارګانونو د کړنو د څارنې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
د تخار د عالمانو شورا مشر مولوي محمد مراد ویلي؛ دا یو بار دروند مسوولیت دی او د غه راز دروند کار له عهدې وتل هم آسانه ندي.
د تخار د عالمانو شورا مرستیال مخدوم حیات الله رایق وایي: کله، چې ولس اندېښمن شي؛ دولت ته یې راپور ورکوو او یا هم په اداره کې، چې څه پېښیږي او که مراجعین او ولس اندېښمن شي بیا یې ژر تر ژره د ولایت له والي سره شریکوو او د امیرالمومنین د وړاندیز له مخې کار کوو.
تمه ده، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې به د عالمانو شورا جوړه شي.
د دې شورا د دندو یوه برخه دا هم ده، چې حقوقي او ولسي شخړې اوارې کړي.
د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې په کندهار ولایت کې هم ورته شورا جوړه شوې ده.
