تازه خبرونه
په تخار ولایت کې د کتاب اوونۍ ونمانځل شوه
په دې نندارتون کې سلګونه کتابونه پر بېلابېلو سرلیکونو د سړک غاړې او سرخلاصي نندارتون پر بڼه د خلکو د لیدلو لپاره نندارې ته وړاندې شول، چې د کتاب او کتاب لوستلو پر مینهوالو سربېره هر لاروی ځانته راکاږي او له نندارتون لیدنه کوي.
په تخار ولایت کې د کتاب اوونۍ د یو ورځني کتاب نندارتون او کتاب لوستلو سره ونمانځل شوه.
په دې نندارتون کې سلګونه کتابونه پر بېلابېلو سرلیکونو د سړک غاړې او سرخلاصي نندارتون پر بڼه د خلکو د لیدلو لپاره نندارې ته وړاندې شول، چې د کتاب او کتاب لوستلو پر مینهوالو سربېره هر لاروی ځانته راکاږي او له نندارتون لیدنه کوي.
ځینې ځوانان، چې دلته د زدکړې لپاره راغلي؛ د ځوانانو د پوهې د بډاینې لپاره د داسې پروګرامونو جوړول مهم ګڼي او له حکومت څخه غواړي، چې د داسې نورو پروګرامونو پر پیلولو د ښوونکو، هنرمندانو، شاعرانو او لیکوالانو ملاتړ وکړي.
دا نندارتون، چې “سبا د لوستلو لپاره ډېر ناوخته دی” تر سرلیک لاندې د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا جوړ او نندارې ته وړاندې شوی دی.
د کتاب نندارې تنظیموونکي وايي، چې د داسې پروګرامونو پیلول د لوستلو د کلتور د پیاوړتیا لپاره اړین دي او له همدې کبله دوی د کتاب اوونۍ په لړ کې دا کلتوري نندارتون د ځوانانو د هڅولو لپاره تنظیم کړی دی.