تازه خبرونه
په تخار ولایت کې ناڅرګندو وسلوالو درې عام وګړي وژلي
د تخار پولیسو نن (پنجشنبه د لیندۍ ۶) څرګنده کړې، چې ناڅرګندو وسلوالو د دې ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د یوې میرمنې په ګډون درې عام وګړي پر ډزو وژلي دي.
د تخار پولیسو ویاند خلیل اسیر ویلي؛ پېښه پرون ماښام هغه مهال رامنځته شوې، چې ناڅرګندو وسلوالو د فرخار ولسوالۍ د شینګان کلي په اړوند سیمه کې یوه ۲۲ کلنه ښځه او دوه ۳۰ او ۲۳ کلن سړي پر ډزو وژلي او له سیمې تښتېدلي دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، دغه درې تنه په یوه جرمي قضیه کې د تخار محکمې ته د شاهد په توګه تللي وه، چې د راستنېدو پر مهال په لار کې وژل شوي دي.
د تخار پولیس زیاتوي، چې د پېښې د عاملینو د پېژندلو او نیولو لپاره هڅې روانې دي.
تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.