تازه خبرونه
په تخار ولایت کې ناڅرګندو کسانو د یوه ښوونځي ودانۍ سوځولې
(Last Updated On: وږی ۲۱, ۱۴۰۲)
د تخار د دشتکلا ولسوالۍ د پوهنې مدیر ويلي، چې ناڅرګندو کسانو د دې ولسوالۍ د منځني ښوونځي ودانۍ سوځولې ده.
د تخار ولايت د دشتکلا ولسوالۍ د پوهنې مدير قدرت الله تائید کړې، چې د دوشنبې پر شپه ( د وږي ٢٠ ) اته بجې د دې ولسوالۍ په مرکز کې د شهید انجنير حامد الله په منځني ښوونځي کې اور ولګېد؛ خو د اور د مړ کولو لپاره د خلکو هڅو کار ورنهکړ. د دشتکلا ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير جانان الدين انصار هم د اور لګېدا تائيدوي او وایي؛ اورلګېدنه د شپې پر اته بجو رامنځته شوه او څو ساعته ترې لمبې پورته کېدې، چې په پايله کې يې درې درسي ټولګي او د ښوونځي اداره وسوځېدل.