سیمه ییز خبرونه

په تخار کي د نامسوولو وسلوالو سرگروپ له دوه ملگرو سره ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د تخار په فرخار ولسوالې كې د نامسوولو وسله والو يو سرگروپ پاينده محمد له دوه كسانو سره وژل شوى دى .

د تخار د پوليسو قوماندان عبدالحنان قطغني وايي، چې:

دا كسان د لويې لارې له پوليسو سره په نښته كې وژل شوي دي .

نوموړى زیاتوي، د لويې لارې پوليس ورسج ولسوالې ته روان ول، چې د لارو په اوږدو كې د دغونامسولو وسله والو له كمين سره مخ شول.

سرچينې وايي، په فرخار ولسوالې كې همدا اوس څو نامسوولې وسله والې ډلې فعاليت كوي، چې د دې ولسوالې د گوښه شوي قوماندان عبدالعلي له خوا يې ملاتړ كيږي، خو نوموړي دا تورونه رد كړي دي.

ويل كيږي، چې عبدالعلي د فرخار له امنيه قوماندانۍ څخه ليرې شوى، خو تراوسه په خپلسري توگه دغه كار ته دوام وركوي او محلي چارواكي نه دي توانيدلي، چې نوى امنيه قوماندان وگوماري .

Trending

Exit mobile version