سیمه ییز خبرونه

په تخار کې د بې بي مريم د نجونو ليسې ۸۶ زده کوونکې مسمومې شوې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په تخار كې د مسمومو شويو زده كوونكو شمېر له اتيا  لوړ شو. د تخار ولايتي روغتون دا نجونې د بې بي مريم ليسې زده كوونكې دې، چې د زهري ګاز له امله مسمومې شوې او روغتون ته لېږدول شوې دي. ډاكټران وايي د ګاز د پيژندلو په موخه يې هڅې  پيل كړې دي.

د تخار د ولايتي روغتون رئيس ډاكټر جميل فروتن وايي:

د بې بي مريم د نجونو ليسې ۸۶ نجونې مسمومې شوې او روغتون ته لېږدول شوې دي، نوموړی زیاتوي، چې نولس نورې نجونې يوه خصوصي روغتون ته لېږدول شوې، چې يو شمېر يې تر درملنې وروسته رخصت شوې او يو شمېر نورې لا هم بستر دي.

په تالقانو كې د بې بي مريم ليسې زده كوونكې وايي، له زهرجن بوى وروسته يې روغتيايي حالت بدل او بې هوښي او استفراق ورته پېدا شو.

دوى دا كار د اندېښنې وړ ګڼي او زیاتوي ښوونځي ته تګ ورته ستونزمن شوى دى.

دا زده كوونكې د تخار د پوهنې رئيس او محلي چارواكي په بې كفايتۍ تورنوي او همدارنګه وايي، په ښوونځيو كې د زهر شيندلو د عاملينو په نيولو كې  دې جدي هڅې وشي.

د تخار د پوهنې رئيس عبدالوهاب ظفري تر اوسه د زهرو شيندل نه مني، خو وايي، څېړنې روانې دي چې څرګنده شي  د مسموميت لامل څه دى.

د پوهنې رياست ټينګار كوي، چې په ښوونځيو كې د زهرو د شيندلو په موخه به جدي تدبيرونه ونيسي.

د زده كوونكو كورنۍ وايي، چې د دې وضعې په دوام سره حاضر نه دي، چې خپلې لوڼې ښوونځي ته ولېږي.

دوى همدارنګه وايي، تېركال هم په همدې ښوونځي كې دا ډول پېښه شوې وه، خو مسئولينو جدي پاملرنه ونه كړه.

د تالقانو د بې بي هاجرې په ليسه كې هم څو ورځې وړاندې شل نجونې مسمومې شوې وې.

تېركال د دغه ولايت په درېيو ښوونځيو كې له ۸۰۰ ډېرې نجونې مسمومې شوې، چې په تړاو يې ۱۱ تنه نيول شوي وو، خو وېل كېږي، چې د يوه كال په تېرېدو يې دوه تنه خوشي شوي دي.

Trending

Exit mobile version