تازه خبرونه
په تخار کې د ملي اردو یوه چورلکه راغورزېدلې
د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه چورلکه له تخنیکي ستونزې سره مخ او را غورزېدلې ده.
د تخار والي ویاند، جواد هجري ویلي، چې پېښه نن له غرمې وروسته رامنځته شوې ده.
د هجري د څرګندونو له مخې؛ دې چورلکې له کابل څخه دې ولسوالۍ ته د هغو سرتېرو مړي رالیږدول، چې په نښتو کې وژل شوي وه.
ویل کیږي، چې چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله راغورزېدلې، چې مرګ و ژوبله نلري.
تخار د هېواد یو له ناامنو ولایتونو څخه دی، جې ډېری ولسوالۍ یې ناامنه دي.
لس ورځې مخکې هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې نښتې وشوې، چې په پایله کې یې د اردو ۱۴ غړي ووژل شول.
