تازه خبرونه
په تخار کې له اورلګېدنې لسګونه پلورنځي وسوځېدل
(Last Updated On: کب ۲۲, ۱۴۰۰)
د تخار سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د دې ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د تېرې شپې د اورلګېدنې له کبله ۵۰ پلورنځي سوځېدلي دي.
د چارواكو د څرګندونو له مخې؛ دغه اور د دې ولسوالۍ د مېوې او سبزيو په يوه مارکیټ كې لګېدلی، چې له كبله يې هټيوالو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.
د تخار والي ویاند ويلي، اورلګېدنه د برښنا له شارټۍ رامنځته شوې ده.