سیمه ییز خبرونه
په تخار کې ناپیژاندو وسلوالو د ناوک(زوم) له وژلو وروسته د ناوې غوږونه پرې كړل
په تخار کې يو شمیرناپیژاندو وسله والو د واده په لومړۍ شپه يو زوم وژلى او د ناوې غوږونه يې پرې كړي دي.
د تخار د پوليسو چارواكي وايي،وسله والو د ناوې گاڼې هم له ځان سره وړي، چي په پېښه كې د تړاو په تور پېنځه تنه نيول شوي دي.
جميله هغه ۱۸کلنه نجلۍ ده، چې د واده په لومړۍ شپه له دې برخليك سره مخ شوې ده.
هغه وایي، څو نامعلوم شمېر وسلوال تېره شپه كور ته راننوتل او مېړه يې ورته وواژه .
جميله زیاتوي، چې دې وسله والو د دې د ميړه له وژلو وروسته غوږونه راپرې كړل؛گاڼې او زيورات يې یووړل.
هغه زیاتوي، دویجنسي تېرى هم کاوه؛ خو د گاونديانو له خبريدو وروسته وتښتيدل.
د ناوې جميلې مور، د دغو غلو او وژونکیو عناصرو د اعدام غوښتنه وکړه.
د تخار د پوليسو قوماندان عبدالحنان قطغني وايي: د غلا او وژنې عاملینو د دغې کورنۍ په مخ کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
په دغه ولايت كې د ښځو چارو رياست وايي:
په روان كال كې د تېركال په پرته د دې پېښو كچه لوړه شوې ده.
دغه ادارې په خپل رپوټ كې ټينگار كوي، چې د دې تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه بايد د افغانستان دولت او نړيواله ټولنه د كورنيو د پوهاوي په برخه كې ډېر كار وكړي.
د ښځو وژنه ، تېرى او تاوتريخوالي په تخار كې څه نوې پېښه نه ده.