تازه خبرونه
په تخار کې پولیسو نامسووله وسلوال نیولي
افغان ځواکونو په تخار ولایت کې د عملیاتو په لړ کې یوه غیر مسؤله وسله واله ډله نیولې او یوه ښځه یې د دوی له منګلو ژغورلې.
دغه عمليات د جمعې پر شپه د دې ولايت د فرخار ولسوالۍ په پير کنده کاو سیمه کې ترسره شوي وو.
د تخار پولیسو ویاند خلیل اسیر آریانا نیوز ته ویلي چې د دې ډلې مشر د ډزو په پای کې وژل شوې او د ډلې شپږ غړي د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
اسیر زیاته کړه چې یوه ښځه چې د کابل اوسیدونکې ده او دی ډلې لخوا تښتول شوې وه ژغورل شوې.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
پولیسو زیاته کړې چې دغه ډلی په وژنو، وسله والو غلاوو، سړي تښتونو او د خلکو په ځورونې کې لاس درلود.
