تازه خبرونه

په تخار کې  ګاز‌نېونې له کبله درې کسان مړه شوي

Published

on

د تخار سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې په دې ولایت کې د ګاز‌نېونې له کبله د یوې کورنې د دوه نرینه‌وو او یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه شوي دي.

د تخار د امنيه قومندانۍ وياند عبدالمبين ساپي ويلي، چې دا پېښه دوشنبه له غرمې مخکې د تالقان ښار د چشمه شېر په اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې یو بل کس هم بې‌هوشه دی، چې د تخار ولایتي روغتون ته وړل شوی دی.

Trending

Exit mobile version