سیمه ییز خبرونه

په تركيه كې د افغانستان، پاكستان او تركيې د ولسمشرانو درې اړخيزه غونډه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاكل شوې، چې د تركيې په مركز انقره كې د افغانستان، پاكستان او تركيې د ولسمشرانو درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه غونډه كې چې ټاكل شوې د سې شنبې په ورځ ( د ليندى ۲۱ ) په انقره كې جوړه شي، د درېواړو هېوادونو ترمنځ به د اړيكو پر ټينگښت له وسله والو طالبانو سره د سولې د بهير او په سيمه كې د امنيتي گواښونو په اړوند خبرې وشي.

د ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي:

د تركيې غونډه د نورو غونډو په څېر د افغانستان، پاكستان او تركيې د اړيكو د لاټينگښت، د سيمې د گواښونو سره د مقابلې او له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو پر محورونو را ټولېږي.

فېضي همدارنگه زياته كړه، چې په پام كې وه، چې په دغه غونډه كې د افغانستان د ملي امنيت رئيس اسدالله خالد هم برخه واخلي.

د هغه په وېنا د انقرې په غونډه كې به د ملي امنيت پر رئيس د شوي بريد په اړوند له پاكستان څخه وضاحت وغوښتل شي.

بلخوا پاكستاني رسنيو داسې رپوټونه خپاره كړې، چې د تركيې په غونډه كې به په افغانستان كې وسله والو طالبانو د امتيازونو په وركولو هم خبرې وشي.

افغان دولت بيا په دې باور دى، چې وسله وال مخالفين د اساسي قانون د منلو او د خلكو د رايو له لارې كولاى شي امتياز تر لاسه كړي.

په انقره كې په جوړېدونكې دوه ورځنۍ غونډه كې به د افغانستان او پاكستان امنيتي مسئولين هم پر امنيتي مسايلو خبرې وكړي.

Trending

Exit mobile version