سیمه ییز خبرونه
په تركيه كې له درې اړخيزې ناستې مخكې دوه اړخيزې خبرې وشوې
د افغانستان او تركيې، پاكستان او تركيې تر منځ دوه اړخيزې خبرې د پنجشنبې په ورځ(د سلواغې۲۴) د تركيې د كانكيا د ولسمشرۍ په ماڼۍ كې پيل شوې.
د تركيې ولسمشر عبدالله گل خپل افغان سيال حامد كرزي او د پاكستان لومړي وزير نواز شريف ته ښه راغلاست ووايه.
د تركيې ولسمشر له خپل افغان سيال او تركي لومړي وزير رجب طيب اردوغان له خپل پاكستاني سيال نواز شريف سره ليدلي دي.
له دوه اړخيزې ناستې وروسته به افغان ولسمشر د تركيې او پاكستان له مشرانو سره درې اړخيزه غونډه ولري.
په درې اړخيزه ناسته كې به د امنيتي او اقتصادي همكاريو او د سيمې پر روان حالت خبرې وشي.
له ۲۰۰۷م كال را پديخوا دا د درې واړو هېوادونو تر منځ اتمه درې اړخيزه ناسته ده، چې د شنونكيو په وينا، پايلې يي كابل ته هومره نه وې لكه، چې ترې تمه كيده.
افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، د افغانستان د سولې كيلي له امريكا او پاكستان سره ده او كه دا هېوادونه وغواړي په افغانستان كې به سوله راشي.