سوداگري

په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت سوداګریز استازی وټاکل شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۶, ۱۴۰۲)

د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌آباد کې د افغانستان سفارت د جمعې پر ورځ څرګنده کړه، چې محمد هارون سیدي د دغه سفارت د نوي سوداګریز استازي په توګه ټاکل شوی دی.

د صنایعو اوسوداګرۍ او وزیر نورالدین عزیزي د نوي سوداګریز استازي د پېژندلو مراسمو ته په تیلیفوني خبرو کې، چې ترکمنستان میشتي سوداګر او پانګوال یې ګډونوال ول؛ د نوي استازي ټاکل د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په لار کې یو اړین ګام وباله او څرګندوي، چې په دې چوکاټ کې به خصوصي سکتور ته د لازمو خدمتونو پر وړاندې کولو سربېره په سيمه کې د صادراتو ودې او اقتصادي همکاريو ته زمينه هم برابره شي.

ورپسې په ترکمنستان کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همکاریو په پراختیا کې د ملي سوداګرو او پانګوالو پر رول ټینګار وکړ.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په اړه د افغانستان اسلامي امارت د پروګرامونو یوه برخه یاده کړه او په دې برخه کې یې د دولتي شرکتونو د پانګونې د فرصتونو نوملړ هم اعلان کړ.

په عشق‌آباد کې میشتو افغان ملي سوداګرو هم خپله لیوالتيا وښوده او يادونه يې وکړه؛ دا لومړى ځل دى، چې په دولتي کچه له دوى سره د پانګونې لپاره دا ډول فرصتونه شريک شوي دي.

Trending

Exit mobile version