تازه خبرونه

په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د بېلاروس له سفیر سره وکتل

د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د ګډ کار او هر اړخیزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی.

Published

on

په عشق‌آباد کې د اسلامي امارت سفارت څرګنده کړې، چې د سفارت شارژدافیر فضل محمد صابر په ترکمنستان کې د بېلاروس له سفیر ستانی‌سلاو چیپورنوی سره د لیدنې تر څنګ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د پانګونې فرصتونو رامنځته کولو، د دواړو هېوادونو د پلاويو د تګ راتګ آسانتیاوو او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا بحث او خبرې کړې دي.

د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د ګډ کار او هر اړخیزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی.

دا بحث او خبرې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره د اسلامي امارت له هڅو سره سمې ترسره شوې دي.

دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې افغانستان د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو او له بېلابېلو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د ښه کولو په لټه کې دی.

له دې مخکې فضل محمد صابر له ترکمن چارواکو او ملګرو ملتونو استازو سره په لیدنه کې د بېخبنایي پروژو لکه ټاپي، اوسپنې‌پټلۍ او د سوداګرۍ پر زیاتېدا ټینګار کړی و.

بېلاروس، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو لکه ترکمنستان سره نږدې اړیکې لري؛ هم په سیمه کې د اقتصادي همکاریو د پراخولو په لټه کې دی.

دا غونډه کولی شي د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د نورو تعاملاتو لپاره لار اواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي او سیاسي بیارغونې لپاره د نویو شریکانو په لټه کې دی.

Trending

Exit mobile version