تازه خبرونه

په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د منځنۍ آسیا لپاره د ملګرو ملتونو له سیاسي مرستیال سره وکتل

په دې کتنه کې لارین د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییزې ډیپلوماسۍ د سیاسي مرکز، چې مرکز یې د ترکمنستان په عشق‌آباد کې دی؛ د فعالیتونو بنسټیزې موخې د سیمې له هېوادونو او افغانستان سره مرستې او ملاتړ بیان کړ.

Published

on

په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت ويلي، په دې هېواد کې د اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییزې ډیپلوماسۍ د سیاسي مرکز له چارسمبالي انډري لارین سره وکتل.

په دې کتنه کې لارین د ملګرو ملتونو د سیمه‌ییزې ډیپلوماسۍ د سیاسي مرکز، چې مرکز یې د ترکمنستان په عشق‌آباد کې دی؛ د فعالیتونو بنسټیزې موخې د سیمې له هېوادونو او افغانستان سره مرستې او ملاتړ بیان کړ.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د اسلامي امارت له هراړخیز پرمختګ، د بېخبنایي او لویو پروژو پلي کېدا، له ګاونډیو او سیمې سره د افغانستان د همکارۍ، د نشه‌یي توکو د کښت او اداري فساد په مخنیوي او د افغانستان خلکو ته د کار پیدا کولو په برخه کې د اسلامي امارت له هلو ځلو ستاینه کړې ده.

فضل محمد صابر په افغانستان کې د تېرو درې کلونو د لاسته راوړنو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او د اسلامي امارت پر اقتصاد محوره سیاست یې ټینګار وکړ.

ترکمنستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې له افغانستان سره یې د اسلامي امارت له راتګ وروسته اړیکې ټینګې کړې دي؛ د ترکمنستان ولسمشر د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې ترکمنستان د کابل او عشق‌آباد ترمنځ د اړیکو د ټینګښت هڅه کوي.

 

Trending

Exit mobile version