تازه خبرونه

په ترکيه کې د يوې ربړي بېړۍ ۳۲ افغان کډوال ونيول شول

ویل کیږي، چې نیول شوي کډوال بېرته د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي.

Published

on

ترکي رسنیو ویلي؛ د ترکیې سمندري ځواکونو د اژه‌ سمندرګي په شمالي څنډه کې له يوې ربړي بېړۍ څخه ۳۲ افغان کډوال نيولي، چې ۱۶ یې ماشومان دي.

ویل کیږي، چې نیول شوي کډوال بېرته د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي.

ډېري افغان کډوال په قاچاقي توګه د ترکیې له ځینو ساحلي سیمو د اژه سمندرګي له لارې په وړو او غیرمعیاري بېړیو کې د یونان ټاپوګانو ته د رسېدو لپاره ځانونه په خطر کې اچوي.

هر کال سلګونه هغه کډوال مري یا ډوبیږي، چې غواړي د ترکیې د اوبو یا ځمکې له لارې اروپا ته ولاړ شي.

Trending

Exit mobile version