سیمه ییز خبرونه

په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د مړو شمېر له ۱۵۰۰۰ کسانو واوښت

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۰, ۱۴۰۱)

د ترکیې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په ترکیه او سوریه کې له زلزلې څخه د مړو شمېر له ۱۵ زره څخه ډېر شو؛ ځکه په ځپل شویو سیمو کې د نړیدلیو کورونو له کنډوالو ډېر مړي را وویستل شول.

 اسوشیتید پرس راپور ورکړی، چې د دوشنبې پر سهار د ترکیې په جنوب ختیځ کې د زلزلې له لړیو وروسته د ۱۲۳۹۱ مړیو تصدیق شوی او زرګونه ودانۍ ویجاړې شوې دي.

په سوریه کې د پولې بلې غاړې ته د نورو ۲۹۰۲ کسانو له مړه کېدو خبر ورکړ شو.

د ژغورنې کارکوونکیو له ویجاړو شویو ودانیو څخه د ژوندیو خلکو را ایستل روان ساتلي؛ خو د یخنۍ له کبله یې هیلې له منځه تللې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چارشنبې پر ورځ په ځانګړي توګه سخت ځپل شوي هاتای ولایت ته سفر وکړ، چې اوسیدونکیو یې د حکومت پر هڅو نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې د ژغورونکیو د رسیدو چارې نیمګړې دي.

اردوغان، چې د می په میاشت کې د بیا ټاکنو لپاره له سختې مبارزې سره مخ دی؛ د دوشنبې د ۷ اعشاریه ۸  درجې زلزلې ته له بېړني غبرګون سره ستونزې مني؛ خو د زیاتېدونکيو ناهیلیو پر وړاندې یې غبرګون وښود.

هغه ویلي؛ د ژمي هوا یو عامل و.

د AP  د راپور له مخې؛ زلزلې د هاتای په هوایي ډګر کې د ځغاستلاره ویجاړه کړې، چې پېښې ته لاسرسی یې ستونزمن کړی دی.

اردوغان څرګنده کړې؛ دا ممکنه نده، چې داسې یو ناورین ته چمتو اوسو. مونږ به خپل و وګړی هم بې پروا پرې نږدو.

هغه پر نیوکه کوونکیو هم ورودانګل او څرګندوي، چې بې عزته خلک د حکومت د کړنو په اړه دروغ او سپکاوی خپروي.

د ډېرو هېوادونو مرستندویې ډلې په لسګونو زره سیمه ییزو بېړنیو ډلو سره یوځای شوي او هڅه کوي، چې تر ویجاړیو لاندې انسانانو سره مرسته وکړي؛ خو د زلزلې او د هغې زورورې زلزلې د تباهۍ کچه دومره پراخه ده او په دومره پراخه سیمه کې خپره شوې، چې ډېري خلک اوس هم د مرستې په تمه دي.

همدا راز په ترکیه کې له ۵۰ زره ډېر کسان ټپیان شوي او پر زرګونه ودانۍ نړیدلې دي.

کارپوهانو ویلي؛ د هغو کسانو د ژوندي پاتې کیدو لپاره هیلې نورې پر ناهیلۍ بدلیږي، چې د ویجاړیو لاندې بند پاتې دي.

 

په انګلستان کې د ناتینګهام ترینت پوهنتون د طبیعي خطرونو څانګوال استیون ګادبي ویلي: لومړي ۷۲ ساعتونه اړین ګڼل کیږي.

Trending

Exit mobile version