سیمه ییز خبرونه
په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر له ۵۰ زره واوښت
که څه هم د ترکیې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۴۴ زره ۲۱۸ کسانو ته لوړ شوی؛ خو د دغه هېواد چارواکو په زلزله ځپلو ولایتونو کې د مرستې هڅې ګړندۍ کړې دي.
له بلې خوا په سوریه کې د مړه شویو کسانو شمېر تر ۵۸۰۰ کسانو رسېدلی دی.
د ترکیې چارواکو څرګنده کړې؛ د هغو کسانو لپاره، چې درې اوونۍ وړاندې د سختې زلزلې له کبله بې ځایه شوي وه، د کورونو جوړولو لومړني کارونه یې پیل کړي دي.
د ترکیې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د جمعې پر ورځ تائید کړه، چې په هېواد کې یې د قربانیانو شمېر ۴۴۲۱۸ کسانو ته رسیدلی دی.
دغه راز زیاتوي؛ د زلزلو مرکز د قهرمان مرعش ولایت و، چې ورپسې ۹۱۳۶ کوچنۍ زلزلې شوې دي.
په ټولیز ډول په دواړو هېوادونو کې د مړو شمېر له ۵۰ زره اوښتی دی.