د هوا حالاتو بدلونونه
په ترکیه کې د اقلیمي بدلون کاپ۳۱ غونډه له هوکړې پرته پای ته ورسېده
ترکیې او اسټرالیا، چې د دې غونډې ګډه مشري یې کوله؛ د هوکړهلیک مسوده وړاندې کړه؛ خو اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو هغه د اقلیمي بدلونونو د مخنیوي لپاره ناکافي وبلله او رد یې کړه.
په ترکیه کې د انتالیا ښار د اقلیمي بدلون کاپ۳۱ غونډه له شاوخوا دوه اوونیو خبرو اترو وروسته د هوکړې له ترلاسه کولو پرته پای ته ورسېده.
ترکیې او اسټرالیا، چې د دې غونډې ګډه مشري یې کوله؛ د هوکړهلیک مسوده وړاندې کړه؛ خو اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو هغه د اقلیمي بدلونونو د مخنیوي لپاره ناکافي وبلله او رد یې کړه.
د ترکیې له لوري د غونډې مشر مراد کوروم اعلان وکړ، چې هېوادونه هوکړې ته ونهرسېدل او نوې مسوده به هم وړاندې نهشي. د اسټرالیا له لوري د غونډې مشر کریس بوون هم له هوکړې پرته د غونډې پای ته رسېدل ناهیلي کوونکي وبلل.
د هېوادونو ترمنځ اصلي اختلاف د فوسیلي سونتوکو د کارونې د کمولو او د اقلیمي اقداماتو د تمویل پر څرنګوالي و.
اروپايي ټولنې په هوکړهلیک کې د فوسیلي سونتوکو په اړه د روښانه یادونې غوښتنه کوله؛ خو سعودي عربستان او یو شمېر نورو تېل تولیدوونکو هېوادونو د دې بند له شاملولو سره مخالفت وکړ.
د ایرلینډ د چاپېریال وزیر داراغ اوبرایان ویلي؛ اروپايي ټولنه له هغې مسودې ملاتړ نهشي کولی، چې په کې فوسیلي سونتوکو ته هیڅ اشاره شوې نهوي.
پاناما هم ټینګار وکړ، چې په دې غونډه کې د اقلیمي بحران د مخنیوي لپاره اړین بیړنی احساس موجود نهو.
د غونډې ګډونوالو چارواکو ټینګار کړی، چې د دې غونډې ناکامي د اقلیمي بدلونونو په برخه کې د نړیوالې همکارۍ د پای پر معنا نهده او پخوانۍ ژمنې او هوکړې اوس هم پر خپل ځای دي.
په وړاندیز شوې مسوده کې د کاربن د ایستلو د ټکنالوژیو کارول، د اقلیمي بدلونونو د مخنیوي لپاره د مالي سرچینو درې برابره کول او د ترکیې هغه وړاندیز شامل و، چې تر ۲۰۳۵ز.کال پورې د دغه هېواد د انرژۍ په ترکیب کې د برښنا ونډه له ۲۳ سلنې څخه ۳۵ سلنې ته لوړه شي.
دا غونډه داسې وخت له هوکړې پرته پای ته ورسېده، چې ملګرو ملتونو د اوکټوبر په میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې د ځمکې د تودوخې کچه به له ټاکل شوي ۱.۵ درجې سانټيګراد هدف څخه لوړه شي.