سیمه ییز خبرونه
په ترکیه کې د داعش ۱۱۵ شکمن غړي ونیول شول
رویټرز د استانبول د څارنوالۍ د خبرپاڼې له مخې راپور ورکړی، چې د ښار پولیسو داسې معلومات تر لاسه کړل، چې ښیي؛ په ترکیه کې د داعش غړي د کریسمس او نوي کال پر جشنونو په ځانګړي توګه پر غیر مسلمانانو د بریدونو پلان لري.
د استانبول څارنوالۍ دفتر د پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي څلورمه ) ویلي، چې ترکي چارواکو د داعش هغه ۱۱۵ شکمن غړي نیولي، چې غوښتل یې د دې هېواد د کریسمس او نوي کال پر جشنونو بریدونه وکړي.
رویټرز د استانبول د څارنوالۍ د خبرپاڼې له مخې راپور ورکړی، چې د ښار پولیسو داسې معلومات تر لاسه کړل، چې ښیي؛ په ترکیه کې د داعش غړي د کریسمس او نوي کال پر جشنونو په ځانګړي توګه پر غیر مسلمانانو د بریدونو پلان لري.
د خبرپاڼې له مخې؛ پولیسو په استانبول کې پر ۱۲۴ سیمو ځانګړي عملیات وکړل او له ۱۳۷ شکمنو څخه یې ۱۱۵ کسان ونیول، چې په لته کې یې ول.
ویل کیږي، چې په دې عملیاتو کې څو تومانچې او ځینې مهمات هم نیول شوي دي.