تازه خبرونه

په ترکیه کې پر حکومت د کودتا هڅه شنډه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

تېره شپه د ترکي ځواکونو د لوی درستیز په مشرۍ د ترکیې پر حکومت د کودتا هڅه وشوه، چې  شنډه شوې ده. کوداتاچیانو په انقره، استانبول او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې پر پولیسو، دولتي تاسیساتو او پارلمان بریدونه وکړل او په څو ساعتونو کې یې د ترکیې دولتي تلویزیون ونیوه.

دوی پر دولتي تلویزیون اعلان وکړ، چې اوسني حکومت دیموکراتیکو ارزښتونو ته شا کړې او دوی واکمنان دي.

په دغه هېواد کې د وسلوالو نښتو، بمي چاودنو، چورلکو د بریدونو او راغورځوریدو خبرونه هم ورکړ شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کودتا هڅه غندلې او وایي، چې کودتا کوونکي به خپله سزا وویني.

داسې رپوتونه هم شته، چې له جوماتونو اعلانونه شوي، چې که له خپل هېواد سره مینه کوئ، سړکونو ته راووځئ.

ولسمشر اردوغان ویلي،د کودتا هڅه د پوځ یوه کوچنۍ ډله کوي، چې وايي بریالۍ به نه شي’. د نوموړي په خبره دغه چاره به له سخت غبرګون سرمخ شي.

په کودتا کې د اوښتو تلفاتو په اړه کره څه نه دي ویل شوي؛ خو د ترکیې صدراعظم یلدریم اعلان کړی، چې په انقره کې وضعیت عادی شوی او د کودتا پلویان ځپل شوي دي.

د راپورونو له مخې د ترکیې په ګڼو ښارونو کې خلک لارو کوڅو ته راوتلي دي د ترکیې بیرغونه ورسره دي.

د ترکیې د حکومت اپوزسیون ډلو هم د کودتا کوونکیو پر ضد څرګندونې خپرې کړې دي.

د کودتا هڅه داسې مهال شوې، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان په رخصتۍ تللی و. نوموړي په تلویزیوني وینا کې ویلي، چې استانبول ته پر لاره دی. هغه له خلکو غوښتي، چې د دیموکراسۍ ملاتړ له پاره سړکونو ته ووځي.

څو شېبې وړاندې د ترکیې لومړي وزیر وویل، په ترکیه کې حالت په کنټرول دی او د کودتا دغه هڅه د فتح الله ګولن ملاتړو لخوا تر سره شوې وه؛ خو فتیح الله ګولن په ترکیه کې د کودتا هڅه غندلي ده .

نوموړي اوسمهال په امریکا کې د تبعید ژوند تېروي. 

د رپوتونو له مخې، د ترکیې پوځ د استانبول مرکزي هوایي ډګر په لاس کې لري او په پام کې ده، چې ډېر ژر الوتنې پیل شي.

ترکي سرچینې وایي، چې د تېرې شپې په شخړو کې تر دې دمه ۶۰ تنه وژل شوي، چې ۱۷ یې پولیس دي.

 ۱۳ سرتېري، چې ولسمشرۍ ته یې د ننوتو هڅه کوله نیول شوي دي؛خو د پوځ لوی درستیز تر دې دمه پټه دی او د نیولو هڅې یې روانې ساتل شوې دي.

ترکي چارواکي وایي، چې تر دې دمه د تېرې شپې د کودتا  ۷۵۴ پیل کوونکي نیول شوي دي.

د ترکیې (اناتولي) خبري آژانس ویلي، د ترکي پوځ ۷۵۴ غړي د کودتا په تور نیول شوي دي.

د ترکیې استخباراتو ادارې ویاند وايلي، چې د کودتا هڅه ناکامه شوې؛ خو ځینو برخو کې لا مقاومت لیدل کېږي.

په یوه تلویزوني وینا کې په ډاګه شوې، چې د سولې یوه شورا اوس د حکومت چارې رهبري کوي او په ګرزیدو راګرځیدو بندیږ لګیدلی دی.

د کودتا پر مهال د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د اردوغان په مشرۍ د منتخب حکومت د پلوي اعلان وکړ.

لږ وروسته بیا جرمني، بلغاریا او په اسلامي هېوادو کې قطر کودتا وغندله.

 ملګرو ملتو هم په ترکیې کې کودتا غندلې ده.

د افغانستان اسلامي دولت، پارلمان او حکومت هم د ترکیې له منتخب حکومت څخه په بېلابېلو بڼو د ملاتړ څرګندونې کړي دي.

 ترکیه د ناتو مهم غړی هېواد دی، چې له امریکا وروسته د ناتو په غړیو هېوادو کې ډېر زیات پوځیان لري.

Trending

Exit mobile version