کوید۱۹
په ترکیه کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۰ سلنه ډېر شوی
د ترکیې روغتیا وزارت نه یوازې د اومیکرون له خپرېدو خبرداری وکوي، بلکې څرګندوي، چې د دوشنبې پر ورځ پر کروناویروس د اخته کېدو ورځنی شمېر ۳۰ سلنه لوړ شوی هم دی.
د ترکیې د ورځنيو قضیو کچه په ډسمبر میاشت کې څه نا څه ۲۰۰۰۰ وه ، چې د اکتوبر پر پرتله له ۳۰۰۰۰ څخه راټیټه شوې ده.
دغه راز رویټرز راپور ورکړی، چې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر د دوشنبې پر ورځ ۱۵۷ ته راټیټ شوی، چې یوه ورځ مخکې ۱۷۳ و.
د روغتیا وزیر فخرالدین کوکا د دوشنبې پر ورځ ناوخته ټویټ وکړ، چې: د کرونا اومیکرون د نورو بڼو په پرتله خورا ګړندی خپریږي. تاسې باید ډېر پام وکړئ او د پیاوړي کېدو واکسین تر سره کړئ.
د اوونۍ په پای کې کوکا څرګنده کړې وه، چې په ترکیه کې د کرونا ویروس ۱۰ سلنه پېښې د اومیکرون او د ډسمبر پر ۱۱ د اومیکرون شپږ پېښې اعلان شوې وې.
رویټرز راپور ورکړی، چې تېره اوونۍ په ترکیه کې دننه ترک واکس واکسین جوړ او ترکي چارواکو یې د بېړني پلي کولو اجازه ترلاسه کړه.
ترکیې تر دې دمه د چین سینوواک او د فایزر شرکت واکسین ۱۲۹ میلیون خوراکه پلي کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اومیکرون بڼه لومړۍ په آفریقا کې ولیدل شوه او بیا د اروپایي هېوادونو په ګدون نورو وچو ته هم د خپرېدو په درشل کې ده.