تازه خبرونه
په ترکیه کې چاودنو ۱۹۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د ترکیې په استانبول ښار کې ددوه پرلپسې چاودنو له کبله ۲۹ کسان وژل شوي او ۱۶۶نور ټپيان دي.
لومړۍ چاودنه یو ځانمرګی برید و، چې د پولیسو له یوه بس سره نږدې رامنځته شوې، چې ډېر قربانیان یې پولیس دي.
د راپورونو له مخې؛ چاودنه په استانبول ښار کې د ترکیې لوبغالي ته څېرمه د فوتبال له یوې لوبي وروسته هغه مهال را منځته شوې، چې د لوبي نندارچیان له لوبغالي وتلي وه او پولیسو په سیمه کې د امنیت څارنه کوله.
د ترکیې کورنیو چارو وزارت ویلي؛ بله چاودنه له چاودیدونکیو توکو د ډک موتر وه، چې د پولیسو د وژلو په هدف چول شوی دی.
تر دې دمه کومې ډلې یا سازمان ددغو چاودنو پړه نه ده منلې؛ خو پولیسو د یکشنبې په شپه(دسمبر ۱۰مه) ویلي؛ چې د چاودنو په تړاو یې ۱۰ شکمن کسان نیولي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دواړه چاودنې “ترهګریزې” وبللې او ویلي یې دي، چې هدف یې پولیس او عام خلک ول.
د یادونې وړ ده، چې چاودنو او تاوتریخوالي په ترکیه کې له کودتا وروسته ډېرې شوي او خلک یې اندېښمن کړي دي.