نړۍ
په ترکیه کې ۷.۹ درجې زلزلې د سوریې په ګډون اړوند سیمه هم ولړزوله
رویترز څرګنده کړې؛ د دوشنبې پر ورځ سهار وختي د رښتر پر کچه د ۷.۹ درجې زورورې زلزلې د ترکیې قبرس، لبنان او سوریې اړوند سیمې ولړزولې؛ ودانۍ یې ونړولې او اوسیدونکي یې له واورو ډکو لارو وتلو ته اړ کړل.
ویل شوي، چې د لاذقیه، حلب او حمص ولایتونو او په سوریه کې تر دمشقه ګڼ شمېر اوسېدونکي د خپلو کورونو د ویجاړېدو له وېرې لارو کوڅو ته ووتل.
دغه راز ترکي رسنیو څرګنده کړی؛ له دې زلزلې ګڼې ودانۍ ویجاړې شوي او د ژغورنې ډلو خپل کار پیل کړی؛ خو تر اوسه د مرګ و ژوبلې کره شمېر پر ډاګه شوی ندی.
د آلمان د ځمکپوهنې څېړنیز مرکز (GFZ) ویلي، چې زلزله د ترکیې سویلي ښار قهرمان مراس ته نږدې د ۱۰ کیلومتره (6 میله) په ژوروالي کې رامنځته شوې. په داسې حال کې، چې د څارنې خدمتونو EMSC ویلي، چې د سونامي خطر هم ارزول کیږي.
رویترز د یوه عیني شاهد د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د دیارباکر ختیځ لوري په ۳۵۰ کیلو مترۍ کې زلزله شاوخوا یوه دقیقه روانه وه او د کړکیو ښیښې یې ماتې کړې.
تي آر تي او Haberturk تلویزیوني شبکو د هغو خلکو انځورونه وښودل، چې په قهرمان مراس کې د ویجاړې شوې ودانۍ شاوخوا راټول شوي او د ژوندي پاتې کیدو په لټه کې دي.
د ترکیې د سویل ختیځ ولایت سانلیورفا والي صالح ایهان تویت کړی، چې مونږ ودانۍ نړولي دي او له خلکو یې وغوښتل، چې خوندي ځایونو ته ولاړ شي.
د ترکیې د ناورین او اضطراري مدیریت ادارې (AFAD) د زلزلې شدت ۷.۴ ښودلی، چې قهرمان مراس او لوی ښار غازیانتپ ته نږدې د سوریې پولې ته رامنځته شوې.
د سوریې دولتي رسنیو ویلي، چې په حلب ولایت کې ګڼې ودانۍ نړېدلي. په داسې حال کې، چې د حما د ملکي خدمتونو یوې سرچینې ویلي؛ هلته ګڼې ودانۍ نړېدلې دي.
د سوریې د پلازمېنې دمشق یوه اوسیدونکي سمر ویلي: د کور له دیوالونو مو انځورونه راوغورزېدل. زه له وېرې راویښ شوم. اوس مونږ ټولو جامې اغوستي او په دروازه کې ولاړ یوو.
عیني شاهدانو ویلي، په دمشق او همدارنګه د لبنان په ښارونو بیروت او طرابلس کې خلک پلي کوڅو ته ووتل او د خپلو موټرو لوري ته ورغلل، چې د نړېدو په صورت کې له خپلو ودانیو لرې شي.
د ترکيې د سره صليب مشر ويلي، چې سيمې ته يې د سخت زيان او د نړېدلو ودانيو په اړه معلومات ترلاسه کړي او له خلکو يې غوښتي، چې زيانمن شوي کورونه پرېږدي.